د غزني د قره باغ ولسوالي امنیه قومندان په یوه وسله واله نښته کې ټپي سوی دی.

سمونوال انجنیر لطف الله کامران له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل: پرون سه شنبه په داسې حال کې ټپي شو چې وسله والو طالبانو د یادې ولسوالي د شیراباد کلي ته څیرمه ورته کمین نیولی وو.

کامران زیاتوي: کله چې وسله والو پر دغه ځای کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او دوی یې مرستې ته ورتلل نو پر لاره دغه پیښه رامنځ ته شوه، د ده په خبره: جګړه پورون د ورځې په نهه بجې پیل او تر ماښاما ناوخته يې دوام وکړه.

 کامران زیاته کړه: په دغه پېښه کې وسله والو ته سخت زیان اوښتی دی، چې لس کسه یې وژل شوي او شاوخوا پنځلس نور یې ټپیان دي، هغه وویل: په دغه پېښه کې د ده په شمول دوه سرتیري برسیرن ټپیان شوي دي، کامراني وايي روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی او یواځې په پښه کې یې درې مرمۍ لګېدلې دي.

 کامران وايي که څه هم چې وسله والو د ولسي خلګو له کورونو او د کوچیانو له کیږدیو پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کول خو په دغه جګړه کې ولسي خلګو ته کوم زیان نه دی اوښتی، وسله والو طالبانو په دې اړه تر اسوه څه نه دي ویلي.

 یاده دي وي چې انجنیر لطف الله کامران څو کاله وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په ولسي پاڅون لاس پورې کړ چې دغه پاڅون وروسته د افغانستان ځینو نورو ولایتونو ته هم پسې وغځید، خو دا وخت د غزني د قره باغ د امنیه قومندان په توګه دنده پر مخ وړي.

 انجنیر لطف الله کامران تر دې وړاندې هم په یوه بمي چاودنه کې سخت ټپي شوی وو.

نوشته شده در چهار شنبه 21 تير 1396برچسب:,ساعت 10:6 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

د غزني ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په غزني ښار کې د ولیعصر په نوم د ښوونځي تر پنځوستو پورې نجونې مسمومې شوې دي.

د غزني د پوهنې ریس محمد عابد عابد وايي: د لومړیو مالوماتو له مخې په ښار کې دننه په دغه ښوونځي کې د اوبو د څښلو له امله دغه نجونې مسمومې شوې دي چې شمیر یې تر پنځوستو پورې رسیږي.

که څه هم چې عابد دا په تېرو پنځو کالو کې لومړي پېښه ګڼي، خو زیاته یې کړه: تر وخت مخکې به وي چې ووایي دا کار چا او ولي یې ترسره کړی دی.

خو د غزني ولایت د ملکي روغتون ریس ډاکټر باز محمد همت وايي: روغتون ته یې ۸۲ تنه مسمومې شوې نجونې وروړل شوې دي، ډاکټر همت زیاته کړه، د نجونو حالت د اندېښنې وړ نه دي.خو څیړنه کوي چې څه ډول مواد ورکړل شوي دي؟.

یاده دي وي چې د هیواد په ځینو سیمو کې وخت ناوخته دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.

 

نوشته شده در سه شنبه 19 ارديبهشت 1396برچسب:,ساعت 18:45 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 

کليوال ملګري ټولنې د اونېزو غونډو په لړ کې شنبه د غوايي مياشتې په شپاړسمه نېټه يو سل شپاړسمه پرله پسې غونډه د ټولنې په دفتر کې ترسره کړه.

په دغه غونډه کې چې د تل په ځېر په دریو برخو وېشل شوې وه ،زبیر درویش د مبارک قرآن په ایاتونو پيل کړه چې د دريځ چارې يې حاجي عبدالعليم نوري پر مخ بېولې. په لومړۍ برخه کې سلام افغان د تېرې غونډې ګزارش واواروه چې ملګرو ورباندې بحث او خبرې وکړې، د هغه کمي او خوبي یې ور په ګوته کړې.

د غونډې په دوهمه برخه کې د ليکوال، ژورناليسټ، ژباړن او شاعر حبيب الرحمن تاثير ليکنه: (شخص او ټولنيز بدلون) کره کتنې ته وړاندې شوه، چې ملګرو ورباندې ګټورې خبرې وکړې او په هر اړخیزه توګه یې وستایله.

په غونډه کې ډیری ملګرو پر لیکنه د بحث ترڅنګ په دې هم ټینګار کاوه چې باید د ټولنې ملګري د مطالعې کولو ترڅنګ سیاسي، اقتصادي، اسلامي، طبي، ټولنیزو او هر اړخیزو لیکنو کولو ته زیات پام واړوي او د کره کتنې رجحان ته وده ورکړي، ترڅو په ټولنه کې اصلاحي لیکنې رامنځ ته شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ازاد مشاعره وشوه چې شاعرانو په کې اصلاحي، حماسي، وطني، عشقي ټولنیز او هر اړخیز شعرونه ولوستل چې د غونډې د ګډونوالو له لورې په چکچکو بدرګه کیدل.

 

نوشته شده در یک شنبه 17 ارديبهشت 1396برچسب:,ساعت 12:22 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

په غزنيکې د اسلامي تمدن د پلازمینېد نومول کیدو د څلورم کال جشن په جریان کې کلیوال ملګري ټولنې هم علمي، فرهنګي انځوریز نندار تون پرانیستی وو.

د یادې ټولنې له لورې په دغه نندارتون کې د ټولنې د چاپ کړیو کتابونو، مجلو او عکسونو ترڅنګ د غزني ولایت د ځینو استادانو، پوهانو لیکوالانو او وتلو څیرو عکسونه او بیوګرافي هم د (غزنی ګنج ادم ها) تر سرلیک لاندې ډیزاین شوې وو.

په دغه کسانو کې اټومي فزیک پوه د هیواد د ښوونې او روزنې د لومړي وزیر پوهاند غلاصدیق محبي، د کابل پوهنتون د حقوقو استاده پوهنمل ملیحه حسن، علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت استاد محمدصدیق پسرلي، د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سید مسعود او د افغانستان په تاریخ کې لومړی ستور مزلی عبدالاحد مومند شامل وو، چې د ګڼ شمیر ګډون والو پام یې ځان ته اړولی وو.

دغه جشن ته د هیواد له بېلابېلو ولایتونو او مرکز کابل څخه راغلو ډیری کسانو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري د کلیوال ملګري ټولنې دغه نوښت وستایه او د هغوی دا کار یې په هیواد کې له هر ډول ژبني، مذهبي سیاسي، ټولنیز او هر اړخیز توپیر څخه پاک عمل یاد کړ.

د یادونې وړ ده چې په دغه جشنواره کې د کلیوال ملګري ټولنې ترڅنګ ځینو نورو بنسټونو هم ځینې توکې نندارې ته وړاندې کړل.

 

 

نوشته شده در یک شنبه 3 ارديبهشت 1396برچسب:,ساعت 10:37 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

د پاکستان د پنجاب ایالت په سرګوده کې د پیري ځای ناستي پر سر د یوه زیارت دولتي مامور مینجاور د خپلو څلورو ملګرو په مرسته ډیری مریدان په لاټیو او چاقوګانو وهلي چې شل تنه یې وژل شوي او څلور نور یې سخت ژوبل دي، خو ښځې هم په کې دي.

د دغه ځای د پولیسو مشر لیاقت علي چهټه رسنیو ته ویلي چې د دغې پېښې اطلاع یوې زخمي میرمنې د دغه ښار ملکي شفاخانې ته ورکړې ده او دغه میرمن د هغه څلورو تنو ټپیانو له جملې څخه ده چې د دغه مینجور له برید څخه ژوندۍ وتلې ده.

چهټه مني چې: دغه پېښه د سرګودې په کلیواله سیمه، چک نمبر ۹۵ کې په یوه زیارت کې رامنځ ته شوې ده، هغه زیاتوي: د پېښې ځای ته یې امنیتي سرتیرې ولیږل چې له هغه وروسته یې مینجور عبدالواحید او د هغه څلور واړه ملګري سره لاس نیولي دي.

لیاقت چهټه وايي: د دغه پېښې د لومړیو څیړنو سره سم په زیارت محمدګجر چې ۲ کاله وړاندې جوړ شوی دی، د پیر د ځای ناستي پر سر یې ترمنځ شخړه راولاړه شوې او منجاور د خپلو څلورو ملګرو په مرسته دغه کسان وژلي دي، ځکه له دې وړاندې د دغه پیري پر ځای ناستې د دوو ډلو ترمنځ د څو څو واره جګړو راپورونه ورکړل شوي وو.

د پولیسو مشر ویلي دي چې دوه کاله وړاندې له لاهور څخه دغه ځای ته د عبدالواحید په نوم دغه کس راغلی او پر زیارت یې خیټه اچولې ده، خو د سیمې خلګو ته یې دا فکر ورکړی دی چې ګویا دی دلته د سیمې خلګو ته دیني درس ورکوي، چې وروسته د هغه په عقیدت مندو کې زیاتوالی راغلی دی.

د پولیسو د مشر په وینا عبدالواحید ذهني ناروغ دی، ځکه ډیری خلک شکایت کوي چې دغه مینجارو په خلګو باندې په دربار کې ډیری وخت د لاټیو واري کوي، خو د سیمې خلګو د پولیسو د مشر دا خبر دروغ بللې او وايي هغه روغ رمټ دی.

د پولیسو د مشر په وینا ټپي شوې میرمن ورته ویلي چې مینجاور له تیرې ورځې څخه د خپلو مریدانو په وژلو لاس پورې کړی وو، دغه ښځې ویلي: پیر یوه یوه مرید ته ټلیفون کاوه هغه یې راغوښتل، خپلې خونې ته یې ننه ایستل او هلته یې وژل.

د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې: عبدالواحد خپلو مریدانو ته لومړی نشه ورکوله او وروسته یې د لرګیو او چاقوګانو په وهلو وژل او وروسته یې په یوه خونه کې مړي یو ځای کول، چې په وژل شویو کې ۱۶ سړي او ۳ میرمنې دي، خو یو کس وروسته چې نیم بدن یې سوځیدلی وو مړ موندل شوی دی، چې د مړو شمیره شلو تنو ته رسیدلې ده. چې د یوې کورنۍ درې کسان، دوه وروڼه او یوه خور هم په کې ګډون لري.

د پولیسو په ونیا قاتلان ټول پاکستاني دي چې دوه یې د اسلام اباد، یو د میاوالي او دوه نور یې د سیمې اوسیدونکي، چې پولیس یې د شناخت په لټه کې دي، خو دغه پیر عبدالواحید د پاکستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دولتي کارمند دی چې د دغې ادارې کارډ هم ورسره موندل شوی دی،  

که څه هم ډیری وخت په پاکستان کې دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي، خو ویل کېږي چې په سیمه کې په خلګو کې ویره خپره شوې ده.

 

نوشته شده در یک شنبه 13 فروردين 1396برچسب:,ساعت 13:8 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

کله چې د فبروري په میاشت کې د پاکستان په ډیری برخو کې یو ځل بیا ترهګریزو بریدونو زور ونیو، پاکستاني دولت او امنیتي ځواکونو د پښتنو د ځورولو، نیولو، بندي کولو او وژلو په لړۍ یو ځل بیا لاس پور کړ، نو د دې ترڅنګ یې په ځینو پښتنې سیمو کې د انټرنیټ سسټم هم له کار وغورځاوه.

دا چې په پاکستان کې پرون جمعه ګنګوسې وي چې کیدی شي د دولت له لورې په ټول هیواد کې د فیسبوک ترڅنګ د ځینو نورو ټولنیزو رسنیو په کارولو بندیز ولګول شي، خو د سیمې ځايي خلګ وايي: د تیرې میلادي میاشتې فبرورۍ په اوولسمه نېټه د تورخم، چمن او غلام خان بندرونه له تړلو وروسته دولت ورباندې په بلوچستان ایالت کې د ډیورنډ کرښې ته ځیرمه په پښین، چمن، کلا عبدالله خان، چاغي او ځینو نورو سیمې کې انټرنیټي استانیاوې هم بندې کړې دي.

دا چې د پاکستاني دولت او د دغه هیواد کورنۍ او بهرنۍ پالیسي تر سختو پوښتنو لاندې ده او ډیری وخت ورباندې سختې نیوکې کیږي، نو دولت ویره څرګندوي چې په هیواد کې ولس د فیسبوک تر څنګ په ډیری سوشل میډیا کې له خلګو سره هر ډول اړیکو ته لاسرسی پیدا کولی شي او د دوی له ناسمو کړنو څخه پرده پورته کولی شي.

که څه هم تراوسه پورې د پاکستان دولت په دې اړه په رسمي ټوګه څه نه دي ویلي، خو ځینې سرچینې ټینګار کوي چې د پاکستان دولت غواړي تر څو په دغه شبکو باندې د څه مودې له پاره بندیز ولګوي، خو په پاکستان کې ولسي خلګ د دولت له دغه ممکنه پرېکړې سره اختلاف ښيي او وايي دا ډول کارونه په هیواد کې د نظر د تبادلې او له خلګو سره د رابطې د پرې کولو په موخه ترسره کیږي.

 

نوشته شده در شنبه 21 اسفند 1395برچسب:,ساعت 14:40 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

امنیتي چارواکي وايي: د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په غزني ولایت کې په واوره کې بند سلګونه کسان یې ژغوري دي.

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ امنیه قومندان انجنیرلطف الله کامران وايي: د خپلو امنیتي ځواکونو په مرسته یې د غزني د قرباغ او مقر ولسوالیو ترمنځ په واوره کې بند خواو شا ۶۶۰ کسان ژغورلي دي.

هغه زیاتوي: دغه موټران چې زیاته برخه یې د کندهار له لوري کابل او غزني ته روان وو د غزني د قره باغ او مقر ولسوالیو ترمنځ په واوره کې نښتي وو او د دغه مسافرو ژوند له خطر سره مخ وو.

هغه زیاتوي: دا چې د قره باغ لوري ته واوره هم زیاته وه او د خوړو بند بست یې هم ناممکن وو نو له دې امله مو دغه کسان چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو د امنیتي ځواکونو او پوځي رېنجرو، ټانګونو او نورو وسایلو په مرسته بیرته د مقر بازار ته ورسول.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د زیاتو واورو وریدو له امله د ولایت مرکز او اتو ولسوالیو ترمنځ هم مواصلاتي لاره قطع شوې ده او د دغه لارو د بندیدو له امله نن د غزني ولایتي شورا ریس او ځینې غړي چې له مالستان څخه د غزني پر لاره په څو ساعته بند پاته وو.

هیره دي نه وي چې د غزني ولایت امینه قومنداني هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې د واورې د وریدو او د توپاني هوا د راتلو امله له خلګو غوښتي ترڅو د شنبې له مازیګره بیا د یکشبې تر مازیګر پورې له سفر کولو څخه ډډه وکړي. خو داسې راپورونه هم ورکول کیږي چې د غزني د مقر او د زابل د شاجوی ولسوالیو ترمنځ هم ځینې موټران لا هم بند پاته دي چې ډیری کسان په کې سپاره دي.

 

h.taseer@gmail.com

0774425580

 

 

نوشته شده در شنبه 16 بهمن 1395برچسب:,ساعت 19:44 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

پاکستاني دولتي چارواکي وايي: د قبایلي سیمې په پاڼه چنار کې بمي چاودنې ۲۰ تنه وژلي او تر پنځوستو پورې نور یې ټپیان کړي دي، چې کیدی شي په دغه شمیره کې نور هم زیاتوالی راشي.

دوی وايي دغه چاودنه به داسې حال کې د ښار په غیدګاه مارکیټ سیمه کې وشوه چې سهار وختي خلګ د سبزيو په مارکیټ کې د سبزیو د اخیستلو په موخه سره راټول شوي او د خپلو دوکانونو له پاره په سبزیو اخیستلو بوخت وو.

 دوی وايي: چاودیدونکي توکي د سبزي په یو کریټ کې ځای پر ځای شوي وو او د ګڼې ګوڼې د زیاتیدو پر وخت د ریموټ کنټرول په واسط چاودنه ورکړل شوې ده.

 دا چاودنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په ۱۳ ډسامبر  ۲۰۱۵م کال کې هم په دغه ځای لښکر جنګوي العالمي وسله والې ډلې بمي چاودنه کړې وه او په کې ۲۲ تنه یې وژلي او ډیری نور یې ټپیان کړي وو.

دغه سیمه چې ټوله ابادي یې ۴۰ زره کسان ښوودل کیږي او د ډیورنډ کرښې ته نزدې پرته سیمه ده د سنیانو ترڅنګ زیاته برخه یې شعیه نژاد اوسیدونکي دي.

که څه هم چې تر اوسه پورې چا د دغه پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په بلوچستان، پښتونخوا او قبایلي سیمو کې پر شیعه وکړو د داسې پیښو زمواري ډیری وخت لښکر جنګوي او ځینې نورې ډلې مني.

 

نوشته شده در شنبه 2 بهمن 1395برچسب:,ساعت 10:31 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

د پېښور انقلاب ورځپاڼه راپور ورکوي چې څو تنو لنډغرو ځوانانو یو ملا امام عمرمعاویه په احتماعي توګه شرمولی او د پېښې له ځایه تښتیدلي دي.

ورځپاڼه د پولیسو له قوله ملا امام خلاف دغه کار غچ بولي او وايي: چې د دغه کار لامل همدا کیدی شي چې ملا امام تر دې وړاندې د ځوانانو د کورنۍ پر یو ماشوم شاګرد جنسي تیری کړی وو.

پولیس وايي، په دغه پېښه باندې هغه وخت خلګ خبر شول چې ملاامام په مسجد کې په چیغو بغارو سر وو، خو کله چې هم د کلي خلګ د پېښې ځای ته راتلل نو ځوانانو دغه اعمال ترسره کړي او تښتیدلي وو.

 

نوشته شده در دو شنبه 27 دی 1395برچسب:,ساعت 10:1 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

 

افغان دولت د فیسبوک د جعلي اکونټونو په بندولو لاس پوري کوي، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي: دغه وزارت له ملي امنیت سره په ګډه د جعلي او مشکوکو ټولیزو اکنټونو د مخنیوي لپاره کار کوي.

 

دا خبره وروسته له هغه کیږي چې مشرانو جرګې په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتي ادارې (ای ایس ای) د فیسبوک د جعلي اکاونټونو له لارې د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو خبر ورکړ.

 

د مشرانو جرګې د عامه هوساینې د کمېسیون رئیس ټینګار کوي چې: د پاکستان استخباراتي کړۍ په ټولیزو رسنیو کې د جعلي پاڼو په جوړولو سره په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهي.

 

خو تر دې وړاندې لا هم ځینو سیاسي، قامي او ګوندي مشرانو په افغانستان کې د دغه ډول کار د ترسره کولو په موخه له خلګو غوښتنه کړې وه چې د ټولنیزو رسنیو په دغه ډول راپورونو غوږ و نه ګروي چې پکې د قامونو ترمنځ د جلاوالي سبب جوړیږي.

 

نوشته شده در یک شنبه 26 دی 1395برچسب:,ساعت 9:5 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

نوم مې سحرګله ده.

له کندوز څخه راغلې یم.

مور مې مړه ده.

پلار مې ژوندی دی.

پلار مې نه دی خبر چې سحرګله ژوندۍ که مړه ده؟.

 وسله‌ والو کسانو راڅخه درې کاله د جنسي وینځې په توګه استفاده وکړه.

دا د هغه ۱۵ کلنې سحرګلې خبرې دي چې ډیری وخت د تخار د چارواکیو او پولیسو ترڅنګ د ځینو ولسي خلګو د جنسي حوس ښکار شوې ده او دا چي په یوه وار نهو کسانو ورباندې جنسي تیری کړی، له نادانۍ، مجبورۍ او ناپوهۍ څخه د جنسي خواهشاتو ښکار شوې (سحرګله) اوس هیڅ اسره نه لري او په ټیټو سترګو د ټولنې خلګو ته ګوري.

سحرګلې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي خواهشات لکه: زما د وطن د ساړه ژمي په وارو پوښلیو غرو لیوان وږي شوي دي.

سحرګلې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي خواهشات لکه: د دوبي په سره ګرمي، ویړه دښته او ټکڼه غرمه کې د جل وهلي مساپر تندې اخیستي دي.

سحرګلې! ته ګیله مه کوه، خپه کېږه مه، زما د وطن د ځینو خلګو جنسي خواهشات لکه: د تورې شپې لار ورکی نابینا چې هر ځای یې لاس ولګیده، سرپه نه کوي.

سحرګلې! ستا په نازک وجود په یوه وار د نهو لیونیو سپو حمله لومړی وار نه ده،بلکې په دې وطن کې په وار وار ستا په رنګه نازک بدنونه دغه لیونو سپو داړلي دي.

سحرګلې!

موږ تاته شرمینده یو.

موږ تاته خړمخي یو.

مو وبخښه

نوشته شده در شنبه 25 دی 1395برچسب:,ساعت 8:18 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

صفحه قبل 1 2 صفحه بعد

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com